اروپایي ټولنې په یوه خپره کړې اعلامیه کې پر افغان سیاسي مشرانو غږ کړی چې ژر تر ژره سره جوړجاړی وکړي.
د دغې ټولنې په اعلامیه کې راغلي: “د سولې خبرې باید ژر تر ژره پیل شي. د افغانانو ګټو ته باید لومړیتوب ورکړل شي ځکه دغه هېواد کې نا امني اوس هم دوام لري او همداراز هېواد له روغتیايي ستونزو سره مخ دی.”
په اعلامیه کې همداشان راغلي چې افغانستان دا وخت یو نوي فصل ته اړتیا لري او اوس د یووالي وخت دی.
دا په داسې حال کې دي چې ښکاري افغانستان کې د سیاسي لانجو حل لپاره د سیاستوالو او منځګړو هڅو کومه مثبته پایله نه ده ورکړی.