په پکتیا ولایت کې پر یو کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوې مېرمنې او یو ماشوم وژل شوي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ويلي نن ورځ ماسپښین یوه بجه د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالۍ اړوند فخري سیمه کې د وسله والو لخوا دهاوان مرمۍ توغول شوې چې په یو کور تر لګېدو وروسته یې د دوې مېرمنې او یو ماشوم وژلي دي.
د ښاغلي حسرت په خبره په ې پېښه کې یوه مېرمن، یوه انجلۍ او یو ماشوم ټپیان شوي هم دي.
وژل شوي او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.