افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر اسلام اباد رسیدلي دي.
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د امرېکا سفارت په یوه اعلامیه کې ويلي چې دغو امرېکایي چارواکو د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوېد بجوا او ځینو نورو پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې پر مسلې خبرې کړي دي.
د اعلامیې پر اساس قمر جاوېد بجوا له امرېکایي پلاوي سره په خبرو کې په افغانستان کې د جګړې ختمولو او یوې سیاسي حل لارې موندلو برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
خلیلزاد او مېلر له دې وړاندې په قطر کې له طالب سیاسي مشرانو سره افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او د هوکړې پلي کولو باندې خبرې کړي دي.