د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پر طالبانو غږ کړی چې د امریکا سره د دوی د هوکړې بشپړ پلي کیدو لپاره پر افغان ځواکونو خپل بریدونه ودروي.
ینس ستولتنبرګ نن سه شنبه د ناټو د دفاع وزیرانو له ناستې یوه ورځ مخکې د خبریالانو ناسته کې له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي ځکه چې دده په وینا دا د جګړې د ختمولو او سیاسي حل یوازینۍ لاره ده.
هغه وویل: “د طالبان بریدونه زیان اړوونکي دي, له همدې امله پر دوی غږ کوو چې بریدونه بند کړي ترڅو د دوی او امریکا ترمنځ هوکړه بشپړ پلی شي او دوی باید تاوتریخوای کم کړي ځکه چې همدا د یوه سولییز مذاکراتي حل یوازینۍ لاره ده.”
سټولټنبرګ د حکومت د مرکچي پلاوي او د بندیانو د تبادلې هرکلی هم کړی دی.
ینس ستولتنبرګ یو ځل بیا له افغانستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه چې د سولې په پروسې کې به د افغان امنیتي ځواکونو مل وي.
ټاکل شوې سبا د ویډیو کنفرانس له لارې د ناټو د دفاع وزیرانو ناسته ترسره شي، چې دا ځل د خبرو اصلي محور کرونا ویروس دی، خو ترڅنک یې د نړۍ پر امنیتي وضعیت هم خبرې کېږي.