د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي وایي، ناپیژاندو وسله والو په کندهار ښار کې دوې ښځینه پولیسې په ډزو وژلې دي.
د جمال ناصر بارکزي وایي، ناپیژندو وسله والو نن چهار شنبه سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوندد چوک مدد سیمه کې دوې ښځینه پولیسې چې ددغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یې دنده درلوده، په ډزو وژلې دي.
د بارکزي په خبره، وسله وال له بريد وروسته له سيمي تښتېدلي او دوی يې د پېښي په اړه پلټني پېل کړي دي.
بلخوا د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي په کندهار کې د ښځینه پولیسو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي. نوموړي وایي: «د طالبانو ترور او جنایت دوام لري؛ په کندهار کې دطالبانو لخوا د دوو ښځینه پولیسو وژنه ښایي چې، دغه ډله له افغان میرمنو ویره او ډاره لري.»
همدارنګهد جمال ناصر بارکزي وایي، له یادېپیښې لس دقيقې وروسته نامعلومو وسله والو د کندهار ښار د اوومي حوزې اړوند له پنجوايي دوراهي سره پر تلاښي ولاړ یو پولیس ويشتلی او وژلی دی.
دغه راز تیره شپه د کندهار د ارغستان ولسوالي په توره ګاره سیمه کي د ملي پولیسو پر پیاده ګزمې د ماین چاودنه شوې چي په پایله کي یې درې پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي .
تر اوسه ددغه پيښو مسووليت چا نه دي منلي.