په کابل کې د ماسک او محافظتي بستو د تولید لومړنۍ فابریکې په کار پیل وکړ.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز چې د دغې فابرېکې پرانسغونډې ته ورغلی و ويلي چې په افغانستان کې د ډاکټرانو محافظتي لباس مثبته نتیجه ورکړې.
ښاغلي فیروز زياته کړې چې د افغانانو له لوري دغه تولید شوی لباس یې لومړی پر خپل ځان ازمویلی او تېره ورځ له دغه لباس سره افغان – جاپان روغتون ته تللی و او له ناروغانو یې لیدنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزیر همداراز ویلي چې په کور دننه افغانستان کې یو میلیون محافظتي بستو ته اړتیا ده.
د وزیر په وینا دغه فابرېکه به روغتیایي کارمندانو لپاره په ورځ کې لس زره محافطتي بستې تولیدې کړي.
د ښاغلي فیروز په وینا معلومات ښیي چې نړۍ کې لس سلنه روغتیایي کارکوونکي د کرونا پر ناروغۍ اخته شوي او دغه فابرېکه کولی شي دې برخه کې ډېره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې تر اوسه هېواد کې دوه تنه ډاکټران د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.