افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان، سکاټ مېلر قطر کې د طالبانو له سیاسي مرستیال، ملا برادر سره لیدلي دي.
د طالبانو د قطر د دفتر ویاند، سهیل شاهین ټویټ کې ویلي چې دواړو لورو د سولې هوکړې عملي کولو په ګډون، دبندیانو په خلاصون کې دځنډ، له هوکړې د سرغړونو او پر حل لارو خبرې کړي دي.
د یادولو ده چې سکټ مېلر څو ورځې وړاندې هم د طالبانو له غړو سره د تاوتریخوالي کمولو په یو لړ مسایلو باندې خبرې کړي دي.
بل لوري ته, زلمی خلیلزاد چې تر یوې مودې د سولې له خبرو څنډې ته شوی و, اوس ښکاري یو ځل بیا د سولې بهیر ګړندي کولو لپاره لاس په کار شوی دی.