افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې هرکلی کړی او هغه يې د سولې پر لور یو مهم ګام بللی.
خلیلزاد په خپله ټوټېټرپاڼه لیکلي: “دواړه غاړې باید د امریکا او د طالبانو ترمنځ د شوي تړون اهدافو ته د رسېدو هلې ځلې ګړندۍ کړي.”
هغه زیاته کړې چې د بندیانو تبادله دا مهال تر هر څه زیات ځکه مهمه ده چې په زندانونو کې د بندیانو ګڼ شمېر د کرونا ویروس د خپرېدو له ګواښ سره مخ دی.
افغان حکومت تيرو څو ورځو کې د طالبانو 361 تنه زندانیان ازاد کړل.
طالبانو هم په مقابل د حکومت شل تنه بندیان ازاد کړل.