د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ويلي چې افغانستان له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.
دغې ټولنې ویلي، چې څلوېښت کلنې جګړې د افغانستان د درملنې سېستم کمروزی کړی دی او دغه هېواد له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
له دې سازمان څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې کرونا په ټوله نړۍ کې د چټکې پراختیا په حال کې ده او د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه یې سخت زیانمن کړي دي.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې استازی جولیان رکمن ويلي د افغانستان خلک دې د ځان او خپلې کورنۍ ساتنه وکړي او د هغو کسانو ځانګړی خیال دې وساتي چې عمرونه یې لوړ دي.
افغانستان کې تر اوسه 668 تنه د کرونا ویروس باندې اخته شوي دي.