د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۶۰۰ ته رسيدلي دي.
د دغه وزارت ویاند وحید مایار نن یکشنبې ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۴۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي چې په ټوله کې په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۶۰۰ ته رسيږي.
نوموړي وویل چې تر دا مهاله په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنه مړه شوي او ۳۷ نور له دغه ناروغۍ څخه بیرته روغ شوي دي.
افغان حکومت په هیواد کې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په هدف جدي تدابیر نیولي دي. د کابل په ګډون لوی ښارونه قسمي قرنطین شوي، دولتي ادارې، تعلیمي او ښوونیز مرکزونه هم رخصت شوي دي.