وسله والو طالبانو اعلان کړی چی نن یکشنبه به شل تنه د افغان امنیتي ځواکونو بندي سرتیري ازاد کړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ويلي نن به دوي شل تنه بندیان له زندان څخه خوشې او د کندهار په ولایت کې به د سره صلیب ادارې ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې دي چې افغان حکومت تېرو څو ورځو کې 300 تنه طالب بندیان د بګرام له زندانه ازاد کړي دي.
که څه هم طالبانو یاد بنديان نامعلوم کسان بللي دي.