د افغانستان د کار او ټولینزو چارو وزارت وایي، په هېواد کې د جګړې، بې وسۍ او بې وزلۍ له امله ۱.۹ میلیونه ماشومان په درنو یا شاقه کارونو بوخت دي.
د کار او ټولنیزو چازو وزارت وایي، دوی په دې توانېدلي چې ددغې شمېرې د زیاتوالي مخه ونیسي، خو ټینګار کوي چې جګړه، بې وزلي او اقتصادي ستونزې اوس د ماشومانو په وړاندې د اندیښنې وړ ستونزې دي.
په عین وخت کې په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې درنو کارونو ماشومانو له رواني او جسماني اړخه له خطر سره مخ کړي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون نا امنۍ، بېوزلي او د ماشوماونو له حقونو بې خبري په ماشومانو د درنو کارونو لامل بولي.
د یاد وزارت ویاند عبدالفتاح حسرت احمدزی وایي، فقر، بې وزلي، د کډوالو بېرته راستنېدنه او ناامنۍ هغه لاملونه دي چې په هېواد کې یې ۱.۹ میلیونه ماشومانو درنو کارونو ته اړ ایستلي دي.
په ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په هېواد کې د ماشومانو اوسني حالت ته اندیښمن دی.
ددغه کمیسیون د ماشومانو د څانګې مشر وایي، په ماشومانو درانه کارونه کولو د دوی د فریکي ودې مخنیوي کوي او او رواني سلامتیا ته یې زیان رسوي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ټینګار کوي چې، په کار ځایونو کې په ماشومانو له درنو کارونو سربیره له دوی ناوړه جنسي ګټه هم اخیستل کیږي.
افغان ماشومان تر ډېره، د سرک پر غاړې توکو پلورلو، خښتو په بټیو، د مستریانو په هټیو او داسې نور ځایونو کې په درنو کارنو بوخت دي.