د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان له زندانونو ازاد شوي زندانیان نامعلوم کسان بللي دي.
طالبانو حکومت د طالب بندیانو په ازادولو کې په پلمو جوړولو تورن کړی او ویلي یې دي چې دا ټولې هڅې د سولې بهیر د سبوتاژ لپاره دي.
بلخوا د حکومت ویندویانو ویلي چې طالب زندانیان د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې ازاد شوي او هغه کسان دي چې طالبانو یې لیست چمتو کړی دی.
افغان حکومت پرون او وړمه ورځ 200 طالب زندانیان د بګرام له زندانه ازاد کړل.