د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي د طالبانو ازاد شوو بندیانو سوګند ياد کړی چې بیا به هیڅکله د جګړې ډګرونو ته نه ورګرځي.
افغان حکومت نن چهارشنبې د طالبانو 100 تنه بندیان ازاد کړل.
ارګ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ويلي: “د جمهور رئیس محمد اشرف غني د فرمان له مخې ۱۰۰ تنه طالب زندانیان د دوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې شول.”
ارګ ويلي دا ۱۰۰ زندانيان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو فني ټیم د افغانستان اسلامي جمهوریت له فني ټیم سره، کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و او بحثونه یې پرې کړې وو.
په اعلامیه کې راغلي: “دا زندانیان د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ له لورې بایومتریک شوي او سوګند یې کړی چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي.”
د افغانستان حکومت ژمنه کړې چې د سولې پروسې پرمختګ لپاره به طالبانو سره د لا ډېرو تخنیکي خبرو اترو دروازه پرانیستې ساتي.
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو د دوی د 15 تنو قومندانانو خلاصون سره د حکومت د مخالفت له امله له کابله خپل استازي ورغوښتي دي.