د ولسمشر سلاکار او کرونا په هکله د حکومت د عامه پوهاوي کمېټې مشر وحید عمر ویلي تر اوسه د کرونا ویروس په هکله د عامه پوهاوي برخه کې ۲۷ میلیونه افغانۍ لګول شوي دي.
وحيد عمر رسنیو سره خبرو کې ويلي، چې د کرونا په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره ٧٧ ميليونه افغانۍ ځانګړي شوي دي.
نوموړي چې نن سه شنبه یې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، چې اوسمهال د کرونا په اړه په هېواد کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او دوی په دې برخه کې ٢٧ ميليونه افغانۍ تر اوسه لګولي دي.
ښاغلي عمر رسنیو سره د عامه پوهاي لوړولو لپاره د شوو قراردادونو لیست هم خپور کړی او ويلي یې دي چې په دې هکله سپیناوي ورکولی شي.
په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت مرستيال فدا محمد پيکان وویل، چې تر اوسه په هېواد کې له کرونا ناروغۍ څخه ١٤ تنه مړه شوي خو ٢٠ نور بيا بېرته جوړ شوي دي.
پيکان وويل چې تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا ناروغۍ ٤٢٣ پېښې ثبت شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د دغو پېښو له ډلې ٢٥٧ يې په هرات او ٧٣ يې په کابل او پاتې نور يې په نورو ولايتونو کې دي.
پيکان نيوکه وکړه چې ځينې کسان د کرونا ويروس د نښو نښانو په درلودلو سره روغتون ته مراجعه نه کوي او ځينې نور بيا د مثبتو پېښو په درلودلو سره روغتون کې نه پاتې کيږي.