امریکا افغان سیاسی مشرانو ته له هیواده د پشبپړ وتلو خبرداری ورکړی دی.
د امریکا ان بي سي نیوز خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته ویلي، که چیرې خپلې ستونزې حل نه کړي او له طالبانو سره معامله کې پرمختګ ونه شي او د امریکا او طالبانو د شوي تړون پر مخ افغان حکومت ستونزې جوړې کړي نو امریکا به له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړه وکړي.
افغان حکومت سره د مرستو کمولو اعلان وروسته د ځواکونو بشپړ وتلو ګواښ د افغانستان په اړه د امریکا په ستراتیژۍ کې د ژور بدلون نښه ګڼل کیږي.
دا په داسې حال کې دي چې ښکاري افغانستان کې سیاسي جوړجاړی او طالبانو سره د سولې خبرې له بندښت سره مخ شوي دي.