د طالبانو سیاسي دفتر وایي د بندیانو د خلاصون لپاره د دوی ټاکل شوی تخنیکي ټیم نور له حکومتي غړو سره سر له نن ورځې خبرې نه کوي.
دا له هغه وروسته دي، چې د طالب او حکومتي سرتیرو د زندانیانو تبادله کې خنډ رامنځته شو.
د افغانستان حکومت پرون اعلان وکړ چې طالبان د خپلو هغو ۱۵ تنو قومندانانو د خلاصون غوښتنه کوي، چې لویو بریدونو کې لاس لري، کوم چې د دوی په وینا ورته د منلو نه ده.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین ویلي د دوی پلاوی چې د بندیانو دصدیق او تثبت لپاره لپاره کابل ته استول شوی دی، په بې پایلو ناستو کې ګډون نه کوي.
د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو د خلاصون اړونده کسانو څو ورځې په کابل کې د بندیانو ازادۍ پر سر بحثونه کړي دي، خو ښکاري چې تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.
سهیل شاهین ویلي: «موږ کابل ته د بندیانو د کمیسیون تخنیکي ټیم زمونږ د بندیانو د تصدیق او تثبیت لپاره لیږلی و ځکه د لاسلیک شوې توافقنامې او شوې وعدې مطابق د بندیانو خلاصون پیلیدونکی و خو متاسفانه د بندیانو خلاصون تراوسه پورې په یوه او بله پلمه ځنډول شوی دی.»
ښکاري چې د بندیانو خلاصون لپاره خبرې له بندښت سره مخ شوي دي، خو معلومه به شي چې دواړه خواوې به یوې پایلې ته سره رسیږي که نه.