د طالب بندیانو د ازادیدو بهیر یو ځل بیا له ځنډ سره مخ شوی دی.
د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر متین بیک ويلي طالبان د خپلو بندیانو خوشې کولو په لړ کې د خپلو ۱۵ لوړ پوړیو قومندانو د خوشې کولو غوښتونکي دي.
د ښاغلي بیک په وینا، دا ۱۵ تنه قومندانان په لویو بریدونو کې لاس لري او د طالبانو دا غوښتنه د هغوی د (لجاجت) ښکارندی کوي.
ښکاري همدا اختلاف د طالب بندیانو د خوشې کولو پروسې د ځنډ لامل شوی دی.
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې امریکا له دوی سره د سولې تړون یو شمېر موارد نقض کوي.
طالبانو ویلي افغان حکومت د دوی د بندیانو خوشې کولو کې بهانې لټوي.