پاکستاني چارواکو ګواښ کړی چې که چیرې دغه هيواد کې میشتو افغان کډوالو ته رسیدنه ونشي نو انساني ناورین به رامنځته شي.
د پاکستان د کډوالو او قبایلي چارو وزیر شهریار افریدي ويلي، د کرونا ویروس او همدا راز ددغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د رامنځ ته شوي بندیز له امله ښایي د افغان کډوالو په کمپونو کې بشري ناورین رامنځ ته شي.
دده په خبره ملګري ملتونه مسوولیت لري چې ددغه کډوالو ستونزې حل کړي او په دې توګه دوی له خطرونو خوندي کړي.
افریدی ویلي د پاکستان حکومت یوه مرستندویه بسته ددغه کډوالو لپاره ځانګړې کړې ده خو دا هر څه بسنه نه کوي او د نړیوالو لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.