په افغانستان کې د سیاسي جنجالونو هوارۍ لپاره ځینو سیاسي څیرو چې هڅه کوي د دواړو لوریو ترمنځ جوړجاړی رامنځته کړي، ویلي د دوی هڅې ښې روانې دي.
عبدرب رسول سیاف، حامد کرزي، محمد یونس قانوني او کریم خلیلي له څو ورځو راهیسې په پر لپسې توګه ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره لیدلي، ترڅو هیواد کې د یوه تولګډونه حکومت رامنځته کیدو لپاره دوی وهڅوي.
دغو منځګړو له ولسمشر غني غوښتي چې په دولتي ادارو کې د کسانو له ګمارنې تر یوې مودې لاس واخلي او همداشان له عبدالله عبدالله یې هم غوښتنه کړې چې اشرف غني سره د جوړجاړي لپاره ټاکل شوې موده وغځوي.
دوی هیله ښودلې چې هڅې یې مثبته پایله ورکړي.
دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني په تیرو څو ورځو کې د کابینې یو شمیر سرپرستان او ځینو نورو ادارو لپاره نوي چارواکي وټاکل.
عبدالله عبدالله د وري پر اوومه د سیاسي ستونزې حل لپاره لس ورځ وخت ټاکلی و او له سیاسي مشرانو یې غوښتي و چې د سیاسي ستونزې هواري لپاره میدان ته شي.
ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې یو شمیر غړو سره په لیدنه کې عبدالله عبدالله ته د سولې بهیر د مشرۍ وړاندیز وکړ او همداشان یې ژمنه وکړه چې د هغه ځینو مطرحو کسانو ته به په حکومت کې دندې ورکوي.
همداشان ځيني نا تایید شوي رپوټونه وايي چې ولسمشر غني د سولې بهیر د مشرتوب ترڅنک د اجراییه ریاست د ساتل کیدو خبره هم کړې ده، خو سرچینې وایي عبدالله دغه غوښتنه نه ده منلې او د ولسمشرۍ ټاکنو پر لغوه کیدو ټینګار کوي.