د ازبیکستان هېواد د روغتايي او خوراکي توکو مرستې نن جمعه د حیرتان بندر له لارې هېواد ته را ورسېدې.
په افغانستان کې د ازبیکستان سفیر خواجه محمد یادګار شادمانوف ویلي چې دغه مرستې د ازبیکستان د ولسمشر له خوا په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله شوې دي.
شادمانوف ویلي چې افغانستان ته د ازبیکستان بشردوستانه مرستې به دوام پيدا وکړي.
د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر افغانستان ته د ازبیکستان له بشرپاله مرستو ستاینه کړې او ویلي يې دي چې دغه مرستې په داسې وضعیت کې چې د افغانستان خلک د کرونا ویروس له خپرېدو اندېښمن دي، ډېر اهمیت لري.
په دې مرسته کې ۳۰۰ زره ټنه اوړه، ۱۵۰ ټنه وریجې, ۵۰ ټنه غوړي, ۵ ټنه صابون او همدارنګه څو قلمه طبي توکي شامل دي.
دا په داسې حال کې دي چې نن نړیوال بانک هم افغانستان سره د 104 میلیون ډالرو د مزستې اعلان کړی دی.