ولسمشر غني عبدالله عبدالله ته د سولې بهیر د مشرتوب او مدیریت وړاندیز وکړ.
اشرف غني چې په ارګ کې یې د ولسي جرګې یو شمیر غړو سره په ناسته کې خبرې کولې وویل چې د سولې بهیر پرمخ بیولي لپاره په کار ده چې ټول سیاسي مشران د سولې شورا په چوکاټ کې سره یو ځای شي.
هغه ښاغلي عبدالله ته د دغې شورا د مشرۍ وړاندیز کړی دی.
غني وویل د دغې شورا د صلاحیتونو، بودجې او امنیتي مسایلو په اړه کیدای شي چې پرې بحث وشي.
اشرف غني دا هم وویل چې چمتو دی، څو د عبدالله مطرحو کسانو ته په حکومت کې څوکۍ ورکړي.
غي په خپلو خبرو کې د کرونا ویروس مخنیوی لپاره هم د یو موټي کیدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه چاره په دوه سره حکومت باندې نشي ترسره کیدلی.
د ولسي جرګې یو شمیر غړي پرون د هیواد سیاسي کړکیچ حلولو لپاره ولسمشر ته ورغلي و، ترڅو د ده او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړی رامنځته کړي.