د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د چین د روغتیایي مرستو لومړنی بار افغانستان ته ورسید.
په دغه بار کې یو میلیون ماسکونه، د مصنوعي تنفس لسګونه ماشینونه، لاسپوښان او ځیني نور توکي شامل دي.
کابل کې د چین سفیر وانګ یي، افغان چارواکو ته د دغو مرستو د سپارلو پرمهال ویلي، دوی افغانستان کې د کرونا ویروس سره مبارزې برخه کې خپلې مرستې جاري ساتي.
چین یوه اونۍ وړاندې افغانستان سره کرونا پر وړاندې مبارزې برخه کې د مرستو ټټر وهلی و.
ټاکل شوې ده چې دغه توکي په روغتونو کې د خلکو درملنې او ساتنې لپاره وکارول شي.
دا مرستې داسې حال کې کیږي چې افغانستان کې د کرونا ویروس خپل تګ ګړندی کړی دی او هره ورځ له لسو تر شلو نوې مثبتې پيښې اعلانیږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر، فیروز الدین فیروز څو ورځې وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې دوی کرونا سره مبارزې لپاره ۱۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري، داسې حال کې چې اوس حال کې ۱۵ میلیونه ډالر په واک کې لري.
د یادولو ده چې امریکا او نړیوال بانک هم افغانستان سره دې برخه کې د مرستو ژمنې کړي دي.