د سعودي عربستان حکومتي چارواکو د نړۍ له مسلمانانو غوښتي چې د سږ کال حج مراسمو لپاره خپل چمتووالی وځنډوي.
د سعودي د حج وزیر محمد باطن ویلي دوی د زیارت کوونکو روغتیا ته اندیښمن دي او مسلمانان باید تر وروستۍ پریکړې خپل چمتووالی وځنډوي.
دا اندیښمنې په سعودي عربستان کې د کرونا ویروس د خپریدو له امله رامنځته شوي دي.
تمه وه چې سږ کال شاوخوا دوه میلیونه مسلمانان د نړۍ له ګوټ ګوټ نه سعودي عربستان ته د حج مراسمو لپاره لاړ شي.
په سعودي کې د عمرې مراسم له وړاندې ځنډول شوي دي.
په سعودي عربستان کې تر اوسه د یو افغان وګړي په ګډون ۱۰ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي او ۱۵۶۳ تنه نور له دغې ناروغۍ سره لاس او ګریوان دي.
تر اوسه په یقیني توګه معلومه نه ده چې سږ کال به په سعودي عربستان کې د حج مراسم ترسره کیږي که نه، خو امکان شته چې د کرونا ویروس اندیښنو له امله سعودي د حج مراسم لغوه کړي.