د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې په پایله کې ۸ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
دا پيښه د نهر سراج ولسوالۍ په زنبولي سیمه کې هغه مهال شوې چې د ملکي وګړو یو ټونس ډوله موټر پر ځای پر ځای شوي ماین ور وخوت.
د پيښې ټول وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
تر اوسه دا نه په ډاګه شوې چې دا ماین د چا له خوا ځای پر ځای شوی و، خو لیدل شوي دي چې وسله وال طالبان په ډيریو سیمو کې پوځي هدفونو لپاره ماینونه ځای پر ځای کوي.