وسله والو طالبانو کابل ته د دوی د درې کسیز ټیم د رسیدو خبر ورکړی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دغه پلاوی به د بندیانو د خلاصون د جریان څارنه کوي او په تخنیکي برخه کې به د اړتیا وړ اقدامات ترسره کوي.
ویل کیږي ټاکل شوې ده دغه کسان د بګرام زندان ته لاړ شي اوهلته د طالب بندیانو په نښه کولو او خوشې کولو کې د افغانستان حکومت سره مرسته وکړي.
ټاکل شوې وه چې د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کیدو لړۍ پرون د مارچ پر یو دیرشمه نیټه پيل شي، خو د افغانستان حکومت وړمه ورځ اعلان وکړ چې دغه لړۍ ځنډیدلې ده.