ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
د ولسمشر سلاکار وحید عمر په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د کابینې د نوماند وزیرانو ګمارنه به دوام کوي او د کابینې تر بشپړ کیدو وروسته به ټول یو ځای ولسي جرګې ته د رای اخیستو لپاره ور معرفي کیږي.
ولسمشر غني د لوړې مراسمو ترسره کولو پرمهال ویلي و چې دوه اونۍ وروسته به د نوې کابینې پر جوړولو پيل کوي.
په ظاهر کې د نوې کابینې جوړول د هیواد سیاسي لانجو د هوارۍ په موخه ځنډول شوي و.
که څه هم تر اوسه دغه سیاسي کړکیچ پای ته نه دی رسیدلی، خو ښکاري ولسمشر غني د خپلې کابینې جوړول پيل کړي دي.
د ولسمشر غني په تیره ولسمشریزه دوره کې هیڅ کله یوه بشپړه کابینه جوړه نشوه او ټولې چارې تر پایه د سرپرستانو له خوا پرمخ بیول کیدلې، خو اوس به ولیدل شي چې ولسمشر به دا ځل کابینه له سرپرستانو خلاصه کړي نه ده.