عبدالله عبدالله د حکومت له لوري د اعلان شوي مرکچي پلاوي ملاتړ وکړ او هغه یې د بین الافغاني خبرو پيلیدو لپاره یو مهم ګام وباله.
ښاغلي عبدالله نن سه شنبې په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د اعلان شوي پلاوي باندې د یو شمیر اړخونو له لوري ملاحظات شوي دي، چې د درک وړ دي.
عبدالله لیکلي: “مرکچي پلاوی د افغانستان اسلامي جمهوریت او د هیواد د ملي ګټو استازیتوب کوي. د دغه ټیم له خوا د راپور ورکولو او دوی ته د صلاحیتونو ورکولو په تړاو لا نورو بحثونو ته اړتیا ده.”
عبدالله ویلي لاهم د هیواد سیاسي بحران هوارۍ لپاره د منلو وړ حل لاره نه ده رامنځته شوې ده.
ښاغلي عبدالله یوه دوامداره، عادلانه او با عزته سوله د افغانستان د خلکو لومړیتوب بللی او ژمنه یې کړې چې دوی به هڅه کوي چې د سولې مسله د نورو اختلافي مواردو تر سیوري لاندې رانشي.
د افغانستان حکومت د تیرې پنجشنبې په ورځ طالبانو سره خبرو لپاره یو ۲۱ کسیز ټیم اعلان کړی.
امریکا، اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو د دغه ټیم د جوړیدو هرکلی کړی دی، خو طالبانو بیا ویلي دوی حکومت سره د حکومت په توګه نه بلکې، افغانستان کې د نورو اړخونو د یو په توګه خبرې کوي.
طالبانو ویلي دوی یواځې له هغه ټیم سره خبرې کوی چې د افغانستان ټول اړخونه پر یوه خوله وي.