د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دریو کسانو د تازه ګمارنې خبر ورکړی.
د دغه وزارت ویاند، ګران هیواد ویلي د بهرنیو چارو وزارت د غوښتنې او د ولسمشر غني د فرمان پر اساس مېرمن ذکیه وردک په ممبی کې د افغانستان جنرال کنسل، جاوید احمد په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان وزیر مختار مستشار او سید لطف الله سادات د جرمن په بُن کې د جنرال کنسل په توګه پر دندو ګمارل شوي دي.
له هغه وروسته چې صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزارت له څوکۍ استعفا وکړه، په دغه وزارت کې زیاتې تازه ګمارنې شوي دي.