د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې ده.
مایک پمپیو او ینس سټولټنبرګ په ټلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د سیاسي لانجو هوارۍ لپاره ټولګډونه حکومت اړین بللی دی.
دا په داسې حال کې دي چې د افغان مشرانو ترمنځ سیاسي اختلافونه لا پر ځای پاتې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څو اونۍ وړاندې د همدې موخې لپاره کابل ته راغلی و، خو کومې پایلې ته له رسیدو پرته دوحې ته لاړ.
سیاسی شنونکي وایي د عبدالله عبدالله او اشرف غني ډلو ترمنځ اختلافونو د سولې پر بهیر هم سیوری غوړولی دی.