په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې ۲۳ تنه افغان سرتیري د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.
دغه سرتیري په بغلان، تخار او زابل ولایتونو کې د وسله والو طالبانو په ډلیبزو بریدونو کې وژل شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي په دې بریدونو کې طالبانو ته هم درانه تلفات ور اوښتي دي.
طالبانو پرون شپه د تخار خواجه غار ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې برید کړی چې په ترځ کې یې ۱۳ تنه سرتیري ووژل شول.
د تخار د والي ویاند، جواد هجري د دې پيښې پخلی کړی او ویلي دي چې شپږ نور سرتیري په دغه برید کې ټپیان شوي دي.
همداشان په بغلان او زابل ولایتونو کې هم د طالبانو بریدونو کې لږ تر لږه لس سرتیري وژل شوي دي.
ویل کیږي افغان ځواکونه له تیرو پنځو اونیو راهیسې د تهاجمي عملیاتو د ترسره کولو اجازه نه لري.
د افغانستان دفاع وزارت وایي دوی اوسمهال په فعاله دفاعي حال کې دي.
طالبانو ته یو شمیر نږدې سرچینې د طالبان د بریدونو د ډیروالي علت د بندیانو د خوشې کولو ځنډیدل بولي.
یو شمیر سیاسي او پوځي شنونکي وایي د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ اختلافونو د افغان ځواکونو روحیه ور کمزورې کړې ده او دا د دې لامل شوي چې سرتیرو ته تلفات ور واوړي.
دا بریدونه داسې حال کې کیږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو خوشې کولو لپاره بحثونه روان دي.
ټاکل شوې ده د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان د افغانستان له زندانونو ازاد شي.