د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ چې ټاکل شوې وه سبا د مارچ په ۳۱مه نیټه پيل شی، ځنډیدلې ده.
امنیت شورا وایي د طالبانو یو شمیر استازي د بندیانو په تړاو تخنیکي بحث لپاره کابل ته راځي، خو سبا بندیان نه ازادیږي.
دغې شورا ویلي طالبانو سره دریمه ویډیویي ناسته کې پریکړه شوې چې د دوی پلاوی تخنیکي خبرو لپاره کابل ته راشي او له هغه وروسته د بندیانو د خوشې کولو لړۍ پيل شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د مارچ پر یو دیرشمه نیټه دبندیانو خوشې کولو باندې هوکړه شوې وه.
طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې د دوی کسان به ډير ژر کابل ته راشي، خو دقیقه نیټه یې لا نه ده معلومه.
بله لوري ته، د افغانستان د سولې پلاوي یو شمیر غړي وایي تر اوسه یې طالبانو سره د خبرو اترو اجنډا نه ده ترلاسه کړې.
غلام فاروق مجروح یو له هغو کسانو نه دی.
طالبانو هم د حکومت له لوري اعلان شوي مرکچي پلاوي سره له خبرو ډډه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان یوه ټولګډونه پلاوي سره چې ټول سیاسي اړخونه پرې یوه خوله وي، خبرې کوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي د مسالحې شورا جوړولو باندې کار روان دی او ډير ژر به یې پایله اعلان شي.
د طالبانو د ۵۰۰۰ زندانیانو او د افغان ځواکونو د ۱۰۰۰ تنو زندانیانو تبادله هغه پریکړه ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ شوي تړون کې پرې هوکړه شوې ده.
د افغانستان حکومت که څه هم په لومړي سر کې له دې کار سره مخالفت ښودلی و، خو وروسته یې دې پریکړې ته غاړه کیښوده.