د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار، وحید عمر ویلي افغانستان د کرونا ویروس د خپریدو حالت تردې هم خبرابیږي.
وحید عمر نن دوشنبې په یوه خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې که چیرې افغانستان کې کرونا ویروس جدي ونه نیول شي او ټول یې پر وړاندې ونه دریږي، نو پایلې به یې ډيرې بدې وي.
ښاغلي عمر وویل که څه هم د هرات او کابل ولایتونو قرنطین کول حکومت لپاره سختې پریکړې وې، خو د خلکو ژوند ساتلو لپاره بله چاره هم نشته.
بله خوا د کډوالو څارونکې ادارې په ایران کې د هغو افغان کډوالو وضعې ته اندیښنه ښودلې چې د کرونا ناروغۍ باندې اخته شوي دي.
دغې ادارې له افغان حکومته غوښتي دي چې ایران کې د افغان کډوالو ستونزو هوارولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې دي چې تهران کې د افغانستان سفیر ویلي ایران پر کرونا د ککړو افغان کډوالو په تړاو پوره معلومات نه ورکوي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغان سفیر د دغې نیوکې په ځواب کې ویلي چې له دوی په دې اړه د معلوماتو غوښتنه نه ده شوې.
که څه هم ایران کې د کرونا ککړو افغان کډوالو د شمیر په اړه دقیق معلومات په لاس کې نشته، خو غیر رسمي معلومات ښيي چې دغه هیواد کې تر اوسه ۵۰ تنه افغانان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.
همدا اوس په ایران کې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانان اوسیږي.