په ولایتونو کې د ننګونو د زیاتوالی له امله د ټاکنو شکایتونو کمیسیون ښځینه کارکوونکې نشي کولای دفترونو ته ولاړې شي. په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم په ټاکنو د ښځو ونډې پیکه والي ته انديښمن دی.
د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون مشرې زهره بیان شینواري نن په کابل کې خبرې ناستې ته وویل چې، په ولایتونو کې نا امني او ننګونې له امله ددغه کمیسیون ښځینه کارکوونکې دې ته نه دي چمتو شوې چې دفترونو ته ولاړې شي.
ددې ننګونو سربیره، د ټاکنو خپلواک کمیسون د رایې اچونې پرمهال د میرمنو عکس اخیستل جبري بولي چې ښایي په دې کار سره هم په ټاکنو کې د میرمنو ونډه راکمه شي.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستاني په ټاکنو کې د میرمنو ونډه ډېره مهمه او حیاتي بولي او په دې برخو کې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکوي.
همهاله د ښځو چارو وزارت مرستیاله نبیله مصلح وايي چې په راتلونکو ټاکنو کې د ښځینه رای ورکوونکو د تفتیش دنده د ښځو چارو وزارت پورې اړه لري.
د نبیلې مصلح له قوله، د ټاکنو بهیرکې د میرمنو د رایې اچونې او څار پروسې لپاره یې ۴۰۰۰ ښځینه کارکوونکې استخدام کړې دي، په داسې حال کې چې د ټاکنو په ورځ ۱۲۰۰۰ میرمنو ته په مختلفو برخو کې اړتیا ده.
په ورته وخت کې ځینې سیاسي ګوندونه او ځینې مدني ادارې د ټاکنو خپلواک کمیسیون نه سر ټکوي.
د ځینو سیاسي ګوندونو استازي وايي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ګوندونو ترمنځ د شویو ژمنو او ځینو نورو مساییلو کې اختلاف شتون لري، خو وایي چې په اړه یې سلامشورې دوام لري.