وسله والو طالبانو د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو برید کړی او ۶ تنه سرتیري یې وژلي دي.
د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو تیره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ، خو افغان ځواکونو د فعال دفاعي حالت په چوکاټ کې مقاومت وکړ او د طالبانو یو شمیر جنګیالیو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
دفاع وزارت دغه پيښه کې د ملي اردو د ۶ تنو سرتیرو وژل کیدل هم تایید کړي دي.
دا بریدونه داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې ده د طالبانو یو شمیر استازي د بګرام زندان ته د خپلو زندانیانو خوشې کولو لپاره راشي.