د افغانستان عامې روغتیا وزیر، فیرو الدین فیروز وایي کیدای شي کرونا سره مبارزې لپاره ۱۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا پیدا شي؛ په داسې حال کې چې اوسمهال ۱۵ میلیون ډالر په واک کې لري.
ښاغلي فیروز ویلي افغان دولت کرونا ویروس سره مبارزې په خاطر ۱۰ میلیون ډالر د زیرمې په توګه ځانګړي کړي دي؛ خو دا پيسې بسنه نه کوي.
فیروز ویلي دی به د مرستو ترلاسه کولو لپاره له مرسته کوونکو هیوادونو سره خبرې وکړي.
د روغتیا وزیر دا خبرې نن یکشنبې په ننګرهار ولایت کې کړي دي.
هغه په ننګرهار کې د کرونا ویروس د تشخیص یو روغتون هم پرانست.
ښاغلي فیروز دا هم وویل چې د کابل د لابراتوارونو ظرفیت باید په ورځ کې له ۱۰۰ موردو ۳۰۰ موردو ته پورته شي.
تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۲۰ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.