حکومتي چارواکي وايي په زندانونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي او د زندانیانو د روغتیا لپاره زرګونه بندیان د ولسمشر غني په امر خوشې کېږي.
د افغانستان د زندانونو او توقیفخونو عمومي مشر راشد طوطاخیل نن د پنجشنبې په ورځ په خبري ناسته کې وویل د دغو بندیانو د یوې برخې خوشې کول چې جدي جرمونه یې نه دي ترسره کړي د ولسمشر له صلاحیتونو څخه دي او خوشې کېدل یې ټولنې ته ګواښ نه پېښوي.
ښاغلي طوطاخیل زیاته کړه چې له دې ډلې د یو شمیر نورو بندیانو خوشې کول بیا د افغانستان محاکمو او د محابسو د چارو د تنظیم ادارې صلاحیتونو پورې تړاو لري.
هغه وویل: “د جمهور رئیس هدایت دا دی چې په لسو ورځو کې باید دا پروسه نهايي شي او دا صلاحیتونه باید په ټولو ولایتونو کې هممهاله تفویض شي. دا فرمان په داسې بڼه طرحه شوی که چېرې تطبیق شي، ښايي موږ شاوخوا ۹ تر ۱۰زره بندیان خوشې کړو”.
د طوطاخیل په وینا د محابسو ریاست د ارزونو په اساس ۹۵ ښځې، دوه زره او ۲۱۲ بندیان چې له پنځو کلونو کمې مودې حبس سزا ورته ورکړل شوې او یا د حبس پنځه کاله یې پاتې وي، ۷۰ تنه محجوزین او ۴۷۸ هغه بندیان چې په صعبالعلاجه ناروغۍ اخته وي، د ولسمشر غني د عفې په فرمان کې شامل دي.
د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي وویل چې د کروناویروس د خپرېدو مسلې ته په پاملرنې محابس تر ټولو زیانمنونکې سیمې دي او د دغه ویروس د مخنیوي لپاره د افغان حکومت سپارښتنې په زندانونو کې هم عملي کېږي.
د ښاغلي حمیدي پر وینا د جمهور رئيس غني په فرمان کې د ښځو او ماشومانو بېرته خوشې کولو زیاته پاملرنه شوې ده.
حمیدي زیاته کړه: “هغه کسان چې په صعبالعلاجه ناروغۍ اخته دي، یوه روغتیايي کمېټه به د دې فرمان په اساس په ټول افغانستان کې په کار پیل وکړي ترڅو له تثبیت وروسته هغه کسان چې په صعبالعلاجه ناروغۍ اخته دي له دې فرمان څخه مستفید شي”.
خو د افغانستان لوی څارنوال ټینګار وکړ، چې په تروریستي او د کورني او بهرني امنیت په وړاندې جرایمو محکوم شوي کسان په دې فرمان کې شامل نه دي.
د افغانستان د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل چې دا تصمیم د زندانیانو د خوندیتوب لپاره نیولی او د روغتیا وزارت له وړاندیز او د کابینې له تائید وروسته جمهور رئیس غني په دې برخه کې فرمان صادر کړی دی.
د ښاغلي فیروز پر وینا په زندانونو کې د ګڼېګوڼې زیاتوالي، د لمر او کافي خوړو نشتوالي او غیرمعیاري خونو ته په پاملرنې محابس د کروناویروس د خپرېدو زیانمنونکې سیمې ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو د خوشې کیدو لړۍ د راتلونکې اونۍ په سه شنبې ورځ کې پيل شي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین ویلي د دوی تخنیکي ټیم تیره ورځ چهارشنبې د افغان حکومت تخنیکي ټيم سره په دې اړه مفصلې ۴ ساعته ویډیویي خبرې کړي دي.
د شاهین په خبره، په دې ویډیویي کنفرانس کې د امریکا، سره صلیب او قطر تخنیکي ټیمونو هم برخه اخیستې وه.
طالبانو همداشان ویلي د دوی یو پلاوی به د بګرام هوایي ډګر زندان ته ورځي تر څو د بندیانو پیژندنه کې مرسته وکړي.
بله خوا افغان حکومت هم ویلي چې دوی راتلونکې اونۍ کې ۱۰۰ تنه بندیان په مشروط ډول خوشې کوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي دغه بندیان به د دوی عمر او روغتیایي حالت ته په کتو سره په دې شرط خوشې کوي، چې د جګړې ډګرونو ته بیا ونه ګرځي.
د دغې شورا ویاند، جاوید فیصل په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: ” د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د لومړني تماس ګروپ د ویډیو کنفرانس له لارې د طالبانو سره د زندانيانو د خلاصون پر لومړنيو تخنیکي اقداماتو خبرې وکړې. تر نورو بحثونو وروسته به د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان مطابق د زندانیانو عمر، روغتیایي حالت او د کرونا وایرس پر وړاندې اسیب پذیریو ته په کتلو سره، د مارچ تر ۳۱مې نېټې پور سل تنه زندانیان د بشري خواخوږۍ له خاطره د طالبانو د ډلې او زندانیانو څخه جنګ ته د بیا نه راګرځېدلو تر تضمین تر لاسه کولو وروسته خوشې شي”.
ښاغلي فیصل ویلي، چې په دې اړه د نورو بحثونو لپاره به په راتلوونکو ورځو کې افغان حکومت او د طالبانو استازي مخامخ خبرې وکړي.
د همدې ترڅنګ افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد هم ویلي د پرون ورځي ویډیویي کنفرانس کې پر دې پریکړه وشوه، چې د مارچ په ۳۱مه چې د راتلونکې اونۍ سه شنبې ده، د زندایانو د خوشې کیدو بهیر پيل شي.
د افغانستان حکومت وړاندې ویلي و چې د طالبانو بندیان د بین الافغاني خبرو له پيلیدو وړاندې نه خوشې کوي، خو اوس ښکاري چې اشرف غني دې کار ته غاړه ایښې ده دا په داسې حال کې دي چې