ټاکل شوې ده چې د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو د خوشې کیدو لړۍ د راتلونکې اونۍ په سه شنبې ورځ کې پيل شي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین ویلي د دوی تخنیکي ټیم تیره ورځ چهارشنبې د افغان حکومت تخنیکي ټيم سره په دې اړه مفصلې ۴ ساعته ویډیویي خبرې کړي دي.
د شاهین په خبره، په دې ویډیویي کنفرانس کې د امریکا، سره صلیب او قطر تخنیکي ټیمونو هم برخه اخیستې وه.
طالبانو همداشان ویلي د دوی یو پلاوی به د بګرام هوایي ډګر زندان ته ورځي تر څو د بندیانو پیژندنه کې مرسته وکړي.
بله خوا افغان حکومت هم ویلي چې دوی راتلونکې اونۍ کې ۱۰۰ تنه بندیان په مشروط ډول خوشې کوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي دغه بندیان به د دوی عمر او روغتیایي حالت ته په کتو سره په دې شرط خوشې کوي، چې د جګړې ډګرونو ته بیا ونه ګرځي.
د دغې شورا ویاند، جاوید فیصل په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: ” د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د لومړني تماس ګروپ د ویډیو کنفرانس له لارې د طالبانو سره د زندانيانو د خلاصون پر لومړنيو تخنیکي اقداماتو خبرې وکړې. تر نورو بحثونو وروسته به د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان مطابق د زندانیانو عمر، روغتیایي حالت او د کرونا وایرس پر وړاندې اسیب پذیریو ته په کتلو سره، د مارچ تر ۳۱مې نېټې پور سل تنه زندانیان د بشري خواخوږۍ له خاطره د طالبانو د ډلې او زندانیانو څخه جنګ ته د بیا نه راګرځېدلو تر تضمین تر لاسه کولو وروسته خوشې شي”.
ښاغلي فیصل ویلي، چې په دې اړه د نورو بحثونو لپاره به په راتلوونکو ورځو کې افغان حکومت او د طالبانو استازي مخامخ خبرې وکړي.
د همدې ترڅنګ افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد هم ویلي د پرون ورځي ویډیویي کنفرانس کې پر دې پریکړه وشوه، چې د مارچ په ۳۱مه چې د راتلونکې اونۍ سه شنبې ده، د زندایانو د خوشې کیدو بهیر پيل شي.
د افغانستان حکومت وړاندې ویلي و چې د طالبانو بندیان د بین الافغاني خبرو له پيلیدو وړاندې نه خوشې کوي، خو اوس ښکاري چې اشرف غني دې کار ته غاړه ایښې ده.