د پکتیکا ولایت په یحیاخیلو ولسوالۍ کې دوې مېرمنې د اسماني تندر لویدو له امله مړې شوې دي.
د پکتیکا ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس اقایدالهي ویلي چې پرون مازدیګر شاوخوا پینځه بجې د دې ولایت د یحیاخېلو ولسوالۍ په یوسف خیلو کلي کې د اسماني تندر لویدو له امله دوه مېرمنې وژل شوې او یو سړی ټپي شوی دی.
د ټپي شوي کس روغتیایي وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
افغانستان کې داسې ډېرې کمې پېښې رامنځته کیږي.