یو افغان په سعودي عربستان کې د کرونا ویروس له امله ساه ورکړې ده.
دا په سعودي عربستان کې د کرونا لومړنی ناروغ دی چې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
رویټرز خبري اژانس د سعودي د روغتیا وزارت د ویاند، محمد عبدالعلي له خولې لیکلي چې دغه ۵۱ کلن افغان چې سعودي کې يې ژوند کاوه, په مدینه منوره کې په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.
په سعودي کې تر اوسه ۵۶۲ تنه د کرونا پر ویروس اخته شوی دي.