د پکتیا ولایت په مرکز کې د مرکزي پوهنتون دروازې مخې ته موټرسایکل بم چاودنه شوې ده.
د پکتیا د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سمون وال لطف الله کامران د پېښې په تایید سره یک تلویزیون ته وویل چې دا پېښه نن دوشنبې غرمه مهال شاوخوا یوولس بجې شوې ده.
د ښاغلي کامران په خبره په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او یو پولیس او یو ملکي کس پکې ټپیان شوي دي.
د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.