وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی چې، د سلام مخابراتي شرکت پر مرکزونو او پایو به بریدونه کوي او که له چا سره سلام سيم کارډ پیدا شي قانوني چلند به ورسره کېږي.
وسله والو طالبانو نن دوشنبه خبرداری ورکړی چې، لدې وروسته به سلام مخابرباتي شرکت ددغې ډلې د نظامي هدف په توګه اعلان شي ځکه چې په خبره یې ددغې ډلې اصول نه مراعاتوي.
د وسله والو طالبانو په اعلامیه کې راغلي: «کوم فایبر چي د انټرنیټ لپاره دغه شرکت تر ځمکه لاندې غځولی قطع کېږي، له پرسونل، وسائلو او وسائطو سره به يې د استخباراتي ارګان سره تړلو کسانو او اجناسو په څیر چلند کېږي او که يې له چا سره سيم کارډ پیدا شي قانوني چلند به ورسره کېږي.»
وسله وال طالبان دغه شرکت افغان حکومت او امریکا ته په جاسوسۍ تورنوي او زیاتوي چې ددغې ډلې اصول نه مني.
بلخوا د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت د سلام مخابراتي شرکت په اړه د وسله والو طالبانو د خبرداري په غبرګون کې ویلي چې سلام یو ملي شرکت دی او هیڅ تهدید نشي کولای ددغې شرکت د فعالیتوتو مخه ونیسي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر فهیم هاشمي وایي، دېر ژر به ددغه شرکت د کارکوونکو، مرکزونو او پایو د امنیت د تامین لپاره لازمي تدابیر ونیول شي.
همدارنګه نوموړی وایي، چې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د سلام او افغان ټیلکام شرکتونو د غیر رسمي قراردادونو د درولو له امله دغې وزارت لږ تر لږه۴۰ میلیونه ډالر سپما کړي دي او زیاتوي چې په یادو قراردادونو کې په فساد تورن کسان به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.