وسله والو طالبانو د زابل ولایت د مرکز کلات په غبرګي سیمه کې پر یو شمیر امنیتي پوستو برید کړی چې په پایله کې ۲۵ افغان سرتیري وژل شوي دي
دغه بریدونه تیره شپه د طالبانو د ۸ تنو نفوذي کسانو له لوري ترسره شوي دي.
په وژل شوو کسانو کې د ملي پولیسو او ملي اردو سرتیري شامل دي. یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې د طالبانو یو شمیر نفوذي کسانو د شپې له خوا ځيني نور طالب وسله والو هم ور غوښتي او د سرتیرو تر وژلو وروسته یې د پوستو مهمات او وسایط له ځان سره وړي دي.
د زابل د ولایتي شورا مشر، عطا جان حق بیان ویلي دا پوستې د مرکز په لس کیلومترۍ کې پرتې وې.
پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د نفوذي کسانو بریدونه پخوا هم په کراتو ترسره شوي او سلګونه سرتیري پکې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.