د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست، اسدلله خالد له افغان امنیتي ځواکونو وغوښتل چې له دفاعي حالت نه ووځي او فعال دفاعي حالت غوره کړي.
ښاغلي خالد چې نن پنجشنبې یې رسنیو ته خبرې کولې وویل چې طالبانو د تاوتریخوالي اونۍ له تیریدو وروسته نه یواځې دا چې تاوتریخوالي کم نه کړل، بلکې خپل بریدونه یې لا پسې زیات کړل. خالد وویل دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون کې د تاوتریخوالي اونۍ ومنله او د دفاع حالت یې غوره کړ، خو طالبانو د تړون خلاف افغان ځواکونو ته زیات تلفات واړول.
هغه پر ټولو ځواکونو غږ وکړ چې له دفاع حالت نه ووځي او فعال دفاعي حالت غوره کړي. د خالد په وینا په فعال دفاعي حالت کې هغه محدودیتونه کمیږي، چې د دفاع حالت کې پر ځواکونو لګول شوي دي.
خو ترڅنګ یی، ښاغلي خالد کرونا ویروس سره مبارزې لپاره هیواد کې د اوربند د ټینګیدو غوښتنه هم وکړه، هغه غوښتنه چې تیره ورځ د اروپايي تولنې استازي، رولاند کوبیا هم له طالبانو کړې وه.