سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس وېلز له افغان سیاسي مشران غوښتنه کړې، چې د افغانستان ملي یووالي ته په لومړیتوب کې ځای ورکړي او د هغه ساتنه وکړي.
اغلې وېلز ویلي چې موازي حکومتونه د افغانستان د خلکو ستونزې نشي حل کولی، بلکې ستونزې لاپسې زیاتوي. وېلز ویلي چې افغانستان کې د واک پر سر جنجالونه باید ژر پای ته ورسیږي. له هغه وروسته چې د ولسمشرۍ څوکۍ پر سر د عبدالله او غني ترمنځ ژور اختلافونه رامنځته شول، د سولې حیاتي پروسه یې تر خپل سیوري لاندې راوستلې ده. له همدې امله، تر اوسه افغان لوري طالبانو سره بین الافغاني خبرو لپاره یو ټولمنلی پلاوی هم نه دی اعلان کړی. دا په داسې حال کې دي چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد هم پرون د بندیانو د ژر خلاصون خبره وکړه.