افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د افغانستان له زندانونو د طالب بندیانو د ژر تر ژره خلاصیدو غوښتنه کړې ده.
خلیلزاد ویلي دواړو غاړو د بندیانو تبادلې لپاره ژمنې کړي دي، خو تر اوسه په دې اړه عملي ګام نه دی پورته شوی.
هغه په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي: “متحده ایالتونه غواړي چې د متحده ایالتونو او طالبانو د توافق سره سم، د بندیانو خلاصون ژر تر ژره پيل شي. که څه هم دواړو غاړو ژمنه کړې چې داسې به کوي، خو تردې نیټې هیڅ بندي نه دی خوشې شوی.”
تر اوسه د افغانستان حکومت د طالب بندیانو خوشې کولو سره ځکه مخالفت کړی دی، چې غواړي له خلاصیدونکو بندیانو د بیا جګړې نه کولو ضمانت واخلي، خو خلیلزاد وایي طالبانو دوی سره د دې کار ژمنه کړې ده.
خلیلزاد لیکلي: “طالبان ژمنه کوي چې خوشې شوي بندیان به د سولې په توافقنامه کې شوې ژمنې مني او د جګړې ډګرو ته به نه ستنیږي. د دې کار نقض به د سولې بهیر زیانمن کړي.”
خلیلزاد همداشان زیاته کړې چې اوس د بندیانو د خلاصون وخت رسیدلی دی او دا کار باید ژر تر ژره وشي.
طالبانو د بین الافغاني خبرو له پيلیدو وړاندې د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو د خلاصون شرط ایښی دی، خو افغان حکومت وایي دا چاره د شرایطو پر اساس او په تدریجي ډول ترسره کیږي. اوس به ولیدل شي چې حکومت پر خپل دریځ تر کومې دریدلی شي