د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، پاکستان د واګې بندر د افغان سوداګرو پرمخ بېرته پرانیستی او د تېرو درېیو ورځو راهیسې هند ته د وچو او تازه میوو، افغاني کالیو او نورو محصولاتو د صادراتو لړۍ بېرته پیل شوې ده.
د واګې بندر چې د پاکستان او هند په ګډه سرحدي پوله کې موقیعت لري، هغه وخت د افغان سوداګرو پرمخ وتړل شو کله چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر د مسلې پر سر کړکېچ راپورته شو.
هند او پاکستان ترمنځ د کشمير پر سره د کړکېچ له راپورته کېدو وروسته پاکستان وویل چې، افغانستان له هندوستان سره نور د واګې بندر له لارې سوداګري نشي کولی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي چې ددغې لارې پرانېستل د هېواد د صادراتو او باغوانونو د عوایدو په زیاتوالي اغیزه لري.
ټاکل شوې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر د روانې میاشتې په اوږدو کې کابل ته راشي تر څو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې هوارې کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر آذرخش حافظی وایي، سره لدې چې پاکستان د افغانستان تر ټولو لوی تجارتي شریک بلل کیږي، خو بیا هم دغه هېواد دافغانستان د صادراتو په وړاندې ستونزې راولاړې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، پاکستان نه غواړي د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ مانع شي او نغواړي د واګې بندر د افغان سوداګرو پرمخ وتړي.
واګې بندر د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره تر ټولو نېږدې او اقتصادي لاره ده چې، ډیری افغاني کالي، وچې او تازه میوې او نور محصولات له همدې لارې هند ته صادریږي.