د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د کرونا ویروس مخنیوي لپاره نوي تدابیر اعلان کړل چې له مخې به یې یو شمیر کار کوونکي د دفتر چارې د کور له لارې پرمخ بیایي.
دغه تدابیر به سر له نن دوشنبې ورځې د ټول هیواد د ملکي خدمتونو ادارو کې پلي کیږي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمسیون دا تدابیر داسې بیان کړي دي:
۱ـ د ملکي خدمتونو کارکوونکي چې عمرونه یې له ۵۸ تر ۶۵ کلونو پورې دي، کولای شي درې اوونۍ لپاره په کورونو کې له لرې کار وکړي. خو که په دفتر کې د دوی د شتون اړتیا رامنځته کېږي،ادارې مکلفې دي چې چارې نورو ځوانو کار کوونکو ته وسپاري.
۲ـ په ملکي خدمتونو کې ښځینه کارکوونکې چې د امیندوارۍ په حال کې دي، کولای شي دوه اوونۍ په خپلو کورونو کې له لرې کار وکړي. ادارې مکلفې دي چې الکترونیکي وسایلو ته د لاس رسي په صورت کې، دغه شونتیاوې په کور کې ورته برابرې کړي.
۳ـ د ملکي خدمتونو کارکوونکي چې نوي له بهرني سفر او په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو څخه چې د کرونا ویروس پکې پراخ دی راستانه شوي، مکلف دي چې له کلنۍ رخصتۍ څخه په ګټنې، دوو اونیو لپاره دفتر ته رانشي.
۴ـ د درېیمو واحدونو (ولسوالیو) ادارې مکلفې دي چې د کرونا ویروس په اړه د کلیو پراختیا وزارت سره په همغږۍ کې، د سیمه ییزو شورا ګانو، قومي مشرانو، سپین ږېرو او جوماتونو له لارې، د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.
دا پریکړه له هغه وروسته کیږي چې افغانستان کې د کرونا د ۲۱ مثبتو پيښو له ثبتیدو وروسته هیوادوال زیات اندیښمن کړي دي.
له همدې امله، په هیواد کې د ښوونځیو او پوهنتونونو په ګډون ټول ښوونیز مرکزونه د وري میاشتې تر وروستۍ میاشتې تړل شوي دي.