نړۍ کې د کرونا وژونکي ویروس چټک خپریدو سره، په افغانستان کې هم زیات شمیر خلک اندیښمن شوي دي.
تر اوسه په مشخص ډول د دغې ناروغۍ لپاره کوم درمل یا واکسین نه دی جوړ شوی، خو د مخنیوي لپاره یې زیاتې لارې چارې وړاندې شوي دي.
یوه لاره یې د لاسونو او مخ پاک ساتل او د کرونا وژونکې مایع کارول دي.
خو که چیرې څوک په ښارونو کې د دغو مایعاتو د پیرلو وس نه لري او یا هم ورته لاسرسی نه لري، کولی شي په خپل کور کې یې په اسانه توګه جوړې کړي.
د جوړولو طریقه:
لومړی ۵۰ سي سي یا تردې لږ وایټکس (sodium hypochloride) یا د جامو سپینوونکې مایع چې کابو په هر کور کې د جامو داغونو پاکولو لپاره کارول کیږي په یو لیټر اوبو کې حل کړئ.
یا دا چې ۹۹ سلنه اوبو سره ۱ سلنه د وایټېکس مایع یوځای کړی او وېې ښوروئ.
لاسته راغلې مایع د کرونا ویروس یو مناسب وژونکې مایع ده او کولی شي چې د ویروس له منځه وړلو کې تاسو سره مرسته وکړي.
لاسته راغلې مایع په یوه سپرې کوونکې بوتل کې واچوئ او په لاندې ځایونو کې یې چې د ویروس د ټولیدنې ځایونه دي، وشیندئ.
۱- د کورونو او وسایطو د دروازو دستګیر یا هغه ځای چې د دروازې خلاصولو او بندولو لپاره لاس ورته غځول کیږي.
۲ – د حمامونو، تشنابونو، د اوبو نلکۍ او د تشنابونو تلونه.
۳ – دهلیزونه، کټارې او د دروازو پردې.
۴- د بوټونو د ایستلو او پښو کولو ځایونه
۵ – د خځلو بیلرونه او سطلونه
۶ – د انګړ او کوټو پاکولو جارو ګانې او پاس پاس
۷ – د خوړ او چای لوښي په یوه پلاستیکي تشت کې کیږدئ، جوړه شوې مایع پکې تویه کړئ او د لسو یا پنځلسو دقیقو لپاره یې کیږدئ.
۹ – ټول هغه شیان چې په ټولیز ډول کارول کیږي او یا زیات شمیر خلک ترې کار اخلي، باید د دغې مایع په مرسته ضد مکروبي شي.
۱۰ – کولی شی چې په میزونو، څوکیو او کوچونو باندې یې هم وپاشئ.
دا کار باید لږ تر لږه هره ورځ ترسره شي.