پاکستاني چارواکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه نن دوشنبې تړلې ده.
دا اقدام افغانستان کې د کرونا ویروس د نویو پيښو له ثبتیدو وروسته شوی دی. د یادولو وړ ده چې په پاکستان هم د کرونا ویروس له امله تر ۳۰ زیات کسان مړه شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوږیاڼي په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې دغه لارهد هر ډول مسافرينو او بار وړونکو موټرو د تګ را تګ پرمخ د پاکستاني منسوبينو له لورې وتړل شوه.
پاکستاني چارواکو څو ورځې وړاندې د کندهار په سپین بولدک کې د چمن دروازه بنده کړې وه، خو اوس یې د تورخم د تړلو اعلان هم وکړ.
په افغانستان کې تر اوسه ۲۱ کسان د کرونا پر ویروس اخته شوي دي.